Skip to Content
Asylum in Finland

مهاجرت اداره ممکن له تاسې څخه د مرکې وروسته نور وضاحت وغواړي – خپل ځواب په ټاکلي وخت کې مهاجرت ادارهته وسپارئ

د مرکې وروسته مهاجرت اداره ستاسې د غوښتنلیک د پروسې د دوام لپاره کار کوي. که موږ ته له تاسو څخه نورو معلوماتو ته اړتیا وي، موږ ممکن تاسې ته د اضافي وضاحت غوښتنه ولېږو، یا به د ژبې ازموینه ترسره کړو، یا مو یوې بلې اورېدنې ته راوبلو.

 اضافي وضاحتونه 

  •  که موږ ته ستاسې د غوښتنلیک په اړه نورو معلوماتو ته اړتیا وي، نو په لیکلې توګه به د وضاحت غوښتنه په یو لیک کې درته ولیږو. موږ به په لیک کې تاسې ته ووایو چې ځواب باید تر کومې نېټې پورې موږ ته ورسیږي. 
  • په ټاکلي وخت کې د وضاحت غوښتنې ته ځواب ورکړئ
     دا ستاسې خپله مسؤلیت دی چې ځواب مو په وروستۍ ټاکل شوې نېټه پورې مهاجرت ادارې ته ورسیږي. مهاجرت اداره کولی شي ستاسې د غوښتنلیک په اړه پرېکړه وکړي که څه هم تاسې د وضاحت غوښتنې ته ځواب ورنه کړئ.
  •  که تاسې قانوني وکیل لرئ، هغه کولی شي ستاسې ځواب مهاجرت ادارې ته ولېږي. 
    د خپل وکیل سره په دې اړه خبرې وکړئ.

 نوې اورېدنه

  •  که موږ تاسې یوې بلې اورېدنې ته راوبلو، د استوګنځي مرکز به تاسې ته بلنه ورسوي. په بلنه کې به درته ووایو چې ولې غواړو ستاسې خبرې یو ځل بیا واورو. 
  •  د بلنې متن او په کې لیکل شوي لارښوونې په دقت سره ولولئ.
  • پر وخت حاضر اوسئ. پرته له مهم لامل څخه اورېدنه نشئ ځنډولی. که تاسې پرته له موجه دلیل څخه په اورېدنه کې ګډون ونه کړئ، موږ کولی شو ستاسې د غوښتنلیک په اړه پرېکړه وکړو پرته له دې چې بله اورېدنه ترسره کړو.

تاسې کولی شئ خپله هم د مرکې وروسته اضافي وضاحتونه ولېږئ

 که په ستاسې حالت کې بدلون راځي یا که نور وضاحتونه لرئ، لکه د ډاکټر سند یا د پېژند پاڼه، تاسې کولی شئ هغه په خپله مهاجرت ادارې ته ولېږئ. وضاحت مو ژر تر ژره واستوئ. که تاسې قانوني وکیل لرئ، نو د هغه سره خبرې وکړئ. که ستاسې پته، ټیلیفون شمېره یا بریښنالیک په جریان کې بدل شي، نو په دې اړه د خپل استوګنځي مرکز ته ژر خبر ورکړئ.

 د مهاجرت غوښتنلیک لپاره د اضافي وضاحتونو استولو څرنګوالی

اضافي وضاحت یا د بریښنالیک له لارې یا د لیک په واسطه ولېږئ. تاسې کولی شئ همدارنګه وضاحت زموږ خدمت مرکز ته راوړئ. په وضاحت کې باید ستاسې د مراجعې شمېره او د سند شمېره وليکل شي. دا شمېره کولی شئ د مرکې د پروتوکول یا د اضافي وضاحت غوښتنې په لیک کې د پاڼې په ښي اړخ کې پیدا کړئ. که موږ در څخه د اصلي سندونو غوښتنه کړې وي، نو تاسې باید هغه په راجستر شوي لیک کې ولیږئ. د راجستر شوي لیک په اړه مشوره له خپل استوګنځي مرکز یا قانوني وکیل څخه واخلی. تاسې کولی شئ اصلي سندونه زموږ خدمت مرکز ته هم راوړئ که وغواړئ.

migri@migri.fi  اضافي وضاحت د بریښنالیک له لارې ولیږئ 
د بریښنالیکونو لیږلو په وخت کې د مهاجرت دفتر د بریښنالیک خدمت (securemail.migri.fi) څخه کار واخلئ. دا خدمت ستاسو پیغامونه شخصي ساتي
موږ نشو کولی هغه پیغامونه خلاص کړو چې په بله طریقه پټ شوي وي.
(Contact information) کارولو لپاره لارښوونې زموږ د اړیکو په پاڼه کې وګورئ. securemail

د پوسټ پته

که اضافي وضاحت د لیک په واسطه لیږئ، نو دا پته وکاروئ:
 مهاجرت اداره 
PL 10
   هلسینکي. 00086

تاسې کولی شئ خپل ځواب زموږ خدمت مرکز ته هم راوړئ

تاسې اړتیا نه لرئ د ملاقات وخت وټاکئ یا د نوبت شمېرې ته اړتیا نه لرئ. اضافي وضاحت په یو پاکټ کې په خدمت مرکز کې موجود صندوق ته واچوئ. د خدمت مرکزونو د خلاصون وختونه او اړیکي زموږ په ویبپاڼه کې وګورئ.

مساعده شوي داوطلبانه بیرته ستنیدل 

که غواړئ خپل هېواد ته یا هغه هېواد ته چېرته چې د استوګنې اجازه لرئ، بیرته ستن شئ، نو تاسې کولی شئ د داوطلبانه بیرته ستنېدو لپاره مرسته ترلاسه کړئ. د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره ځانګړي شرایط شته چې په غوښتنه کې به د هغوی تصدیق وشي. که غواړئ د مساعده شوي داوطلبانه بیرته ستنېدو لپاره غوښتنه وکړئ، د استوګنځي مرکز سره اړیکه ونیسئ. استوګنځي مرکز به تاسې سره په دې پروسه کې مرسته وکړي. 
مساعده شوي داوطلبانه بیرته ستنیدل هغه مرسته او ملاتړ دی چې ستاسې په بیرته ستنیدو کې مرسته کوي که 

  • تاسې ته د پناه غوښتنې په اړه منفي پرېکړه شوې وي
  • تاسې خپله د پناه غوښتنه لغوه کول غواړئ 
  • تاسې ته د نړیوالې ساتنې حیثیت ختم شوی وي یا 
  • تاسې د انسانانو قاچاق قرباني یاست. 

تاسې کولی شئ د ستنیدو لپاره مختلف ډوله مرستې ترلاسه کړئ: دلته ولولئ چې تاسې کولی

 شئ کوم ډول مرستې ترلاسه کړئ.
 د مساعده شوي داوطلبانه بیرته ستنیدو مرستې کې د سفر ترتیبات، په هوايي ډګر کې مرسته او مالي مرسته شامله ده، چې ستاسې د بیرته ستنیدو وروسته هغه سازمان چې په ستاسې په هېواد کې کار کوي، دا مرسته برابروي.

مهاجرت نړیوال سازمان  IOM
د داوطلبانه راستنیدو اسانتیاوې د مهاجرت نړیوال سازمان په غاړه دي. تاسو سره د خپل هیواد له سفارت څخه د سفر اسناد ترلاسه کولو او ستاسو په فنلینډ کې زیږیدلي ماشومانو ته تاسو تابعیت ورکولو کې مرسته کوي. که تاسو روغتیایی ستونزې لرئ، دوی به ستاسو سره مرسته وکړي.

 کله چې د مساعده شوي داوطلبانه بیرته ستنیدو لپاره پرېکړه ترلاسه کړئ، نو په پرېکړه کې به دا روښانه وي چې تاسې به کوم ډول مرسته ترلاسه کړئ. مرسته به لومړیتوباً په مالونو کې وي. په دې معنی چې مختلف خدمات او تجهیزات چې تاسې سره د خپل شرکت په پیلولو، زده کړو، کورنۍ لګښتونو یا د روغتیايي لګښتونو په برخه کې مرسته کوي. د مساعده شوي داوطلبانه بیرته ستنیدو لپاره اړتیا ده چې تاسې په خپله خوښه له فنلند څخه بهر شئ. تاسې باید ټولې غوښتنې او استینافونه چې په پناه غوښتنه، د استوګنې اجازه یا بهرني پاسپورت پورې تړاو لري، لغوه کړئ.

 که غواړئ د داوطلبانه بیرته ستنېدو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ، نو له خپل استوګنځي مرکز یا مهاجرت ادارې څخه وپوښتئ.

که په استوګنځي مرکز کې اوسئ، له خپل مرکز سره اړیکه ونیسئ. که تاسې په استوګنځي مرکز کې نه اوسئ، نو له مهاجرت ادارې سره اړیکه ونیسئ:

  • شمېره 0504138625 whatusup
  • بریښنالیک هم د مهاجرت ادارې ته ولیږئ ترڅو پیغام مو په خوندي توګه ورسیږي Securemail-palvelun (securemail.migri.fi) return@migri.fi

نور ولولئ 

نور د استوګنې اجازې

نور معلومات د استوګنې اجازې او د هغې د شرایطو په اړه زموږ په ویبپاڼه کې وګورئ

غوښتنلیکونه د فیس تابع دي